AP ۱۴۰۲ کب ۱۹ ۱۶:۲۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85412924
T T
۰ Persons
د سکی د ملي لوبډلې د انتخاب سيالۍ د باميانو د ورزشکارانو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د سکي فدراسیون مشر د سکي د ملي ټیم د انتخاب په سیالیو کې د بامیانو د ورزشکارانو د اتلولۍ خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د سکي فدراسيون مشر محمد داوود کارګر نن شنبې د کب ١٩مه وويل: د سکي د ملي ټيم د انتخاب سيالۍ د باميانو، ميدان وردګو او کابل ولايتونو د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې چې د بامیانو ورزشکارانو په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

ښاغلي کارګر د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د هېواد د سکي د ملي لوبډلې د غوره شخصیتونو پېژندنه وبلله وې ویل: دغه سیالۍ د هېواد د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست په مالي مرسته د لویانو او ځوانانو د عمر کټګورۍ لپاره تر سره شوې.

د ایرنا د راپور له مخې، سکي یو له هغو پنځو ژمنیو لوبو څخه ده، چې هر کال د ژمي په موسم کې په بامیانو ولایت کې د هېواد د ورزشي ادارو له خوا ترسره کېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .